د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه مېرمنې د دې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوختې دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلې لپاره د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوې دي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلې په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګاره وې.
د کرنې وزارت د بشري مرستو برابرولو خیریه مؤسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۰ ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلې دي.
د دې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.