د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په دو جلا جلا ماین چاودنو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې دواړه چاودنې یکشنبه ماسپښین شوې دي.
هغه د پېښې جزئیات داسې بیان کړل: "یو ماین د ارغستان ولسوالۍ د شنه نري په سیمه کې د ملکي خلکو په موټر چاودېدلی چې اته کسان پهکې شهیدان شوي دي. دویم ماین د برج کلي په سیمه کې په دوو پليو کسانو چاودېدلی چې دا دوه کسان هم شهیدان شوي. دا دواړه ماینونه وسلهوالو مخالفینو کېنولي و."
د دې پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
ارغستان د کندهار یوه لیرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ده چې امنیتي وضعهیې ډېره ښه نهبلل کېږي.