چارواکي: پکتیکا کې ۱۵ تنه طالبان وژل شوي

ارشیف

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي پرون‌یې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیم‌زي رسنیو ته په یوه پيغام کې وویل چې یکشنبه ماسپښين افغان پولیسو په سروبي ولسوالۍ کې ۱۵ وسله‌وال بریدګر ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل: "د سروبي په ولسوالۍ کې د موږ پولیس چې هلته په ګزمه وتلي و له مخالفینو سره مخ شول. په نتیجه کي يې د مخالفینو ۱۵ تنه مړه او شپږ نور یې ټپیان دي. په جسدونو کې یو تن احمدشاه نومېږي چې د سروبي ولسوالۍ نظامي مسؤل و. ده په تېرو وختونو کې په خلکو ډېر ظلمونه کړي و."

نوموړي رسنیو ته دا هم ویلي په تېر یوه شپه او ورځ کې یې د کشفي معلوماتو پر اساس پولیسو په مرکز ښرنه، جاني‌خېلو او یحیی‌خېلو ولسوالیو کې ۶ وسله‌وال هم نیولي دي.

وسله‌والو طالبانو په پکتیکا کې د دې پېښې او یا دا چې دوی ته مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه څه تبصره نه‌ده کړې.