د بېلاروس امنیتي ځواکونه په پلازمېنه منسک او نورو ښارونو کې له لاریون کوونکو سره په شخړه واوښتل.
شخړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د رایې ورکولو له مرکزونو بهر په نظرپوښتنو کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکښ وګڼل شو، خو د اپوزیسیون عمده کاندیدې دغه نتایج رد کړي دي.
د بېلاروس دولتي ټلویزیون پرون راپور ورکړ، چې رسمي نظرپوښتنې ښيي لوکاشینکا د پرونیو ټاکنو کې ۷۹ اعشاریه ۷ فیصده رایې ګټلې دي.
د دغو اټکلونو له مخې د اپوزیسیون عمده کاندیدې سویتلانا څیخانوفسکایا په سلو کې ۶ اعشاریه ۸ فیصده رایې ګټلې دي.
تر دغه اعلان وروسته په زرګونو کسانو د منسک پر لارو سړکونو لاریونونه وکړل.
د تُت ټکی بای خپلواک خبري ویبسایت د ټویټر په حساب کې د زورزیاتي د ځینو صحنو تصویرونه خپاره شوي دي.
Жесткие стычки с ОМОНом в центре Минска. Люди толпой пытаются отбиваться от силовиков. pic.twitter.com/iLmjNwJGhi
— TUT.BY (@tutby) August 9, 2020
په ځینو لومړنیو راپورونو کې د ګڼو کسانو د نیول کېدو خبره شوې ده.
د پسرلي په نوم د بشري حقونو یوه ډله د نیول شویو کسانو شمېر ۱۲۶ تنه ښيي او په وینا یې په دوی کې ۱۶ ژورنالیستان او ۴۰ څارونکي شامل دي.