د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په کمپنۍ سیمه کې یوې بمي چاودنې دوه ملکي وګړي چې یوه مېرمن هم پهکې وه، وژلي او پنځه امنیتي سرتېري یې ټپیان کړي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، ماین د کمپنۍ په بازار کې په یوه کراچۍ کې ایښودل شوی و او امنیتي ځواکونو کشف کړی و، خو هغه مهال چې د ساحې د کلابندولو او د دې ماین د شنډولو هڅهیې کوله وچاودېده.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی.