جرمني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په پروسه کې د فعال رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکُس پوتزل په یوه خبرپاڼه کې چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړهلیک له خپرېدو وروسته خپره شوه ویلي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د فرمان له لاسلیک سره دواړه لوري باید د بینالافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.
ښاغلی پوتزل وايي چې له دې خبرو سره په یوه وخت کې باید د ټول هېواد په کچه اوربند ټینګ شي.