شاهین قول اردو د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوه سرتېري لهخوا پر یوې ماشومې د جنسي تېري د ادعا په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.
د بلچراغ ولسوال عبدالجمیل صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې پرون مازیګر د ملي اردو یوه سرتېري خپلې پوستې ته پر لاره پر یوې اووه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د ملي اردو یوه سرتېري چې خپلې پوستې ته روان و، له دې اووه کلنې ماشومې سره مخامخ شوی او د زنا عملیې ورسره کړی دی."
ولسوال وايي چې ماشومه په روغتون کې ده او روغتیايي حالتیې ښه دی.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا ادعا نهتأییدوي او نهیې ردوي، خو نوموړی زیاتوي چې یو پلاوی په دې اړه د څېړنو لپاره نن سیمې ته واستول شو.