د بلاروس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د ولسمشرۍ روان انتخابات بااعتباره بللي او وايي د رای ورکولو په شرایطو د برابرو ۶،۸ میلیون وګړو په سلو کې ۵۴ خلکو ګډون پهکې کړی دی.
د رای ورکولو بهیر نن یکشنبه د سهار په اتو پیل شو او د ماښام تر اتو دوام کوي. په دې انتخاباتو کې واکمن ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د بیا غوره کېدو په تمه دی.
د انتخاباتو په درشل کې د اپوزېسیون له زرو زیات فعالان ونیول شول او څو احتمالي کاندیدان د انتخاباتي سیالیو له بهیر څخه وایستل شول.
د ازادۍ راډیو د بلاروس څانګې د راپور له مخې د رای ورکولو د مرکزونو مخې ته د هغو خلکو اوږدې لیکې لیدل کېږي چې د اپوزېسیون د کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا د پلوۍ د نښې په توګهیې سپین بازو بندونه تړلي دي.
د راپورونو له مخې چارواکو د پلازمېنې مېنسک په مرکزي برخه کې کې ظاهراً انټرنټ بند کړی چې په نتیجه کې یې د موبایل ټیلیفون د انترنټ په وسیله د فېسبوک، مسنجر، یوټیوب، انستاګرام، وټسپ اپ او وایبر شبکې له ستونزو سره مخ شوې دي. تمه ده چې د دې انتخاباتو مقدماتي نتایج سبا اعلان شي.