کورنیو چارو وزارت: د پولیسو د بایومټریک لړۍ نږدې وروستۍ شوې ده

ارشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کې د خیالي تشکیلاتو د له‌منځه وړلو په هدف‌یې د دوی د بایومټریک کولو لړۍ نږدې وروستۍ کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۹۰ فیصده پولیسو بایومټریکي معلومات د (اپس) په نوم سیستم کې ځای شوي او تمه ده پاته نور پولیس هم ثبت شي.

وزارت وایي، له دې سیستم سره پولیسو ته معاش هم په خپل وخت د هغوی بانکي حساب ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو کې پولیسو شکایت درلود چې معاشونه په خپل وخت نه‌ورکول کېږي، چارواکو هم دغه ستونزه تر یوه حده منلې او ویلي یې دي، د هغو پولیسو معاشونو کې ځنډ راغلی چې ثبت شوي نه‌دي.