پاکستان سر له سبا ټولې نړیوالې الوتنې بېرته پیلوي

د پاکستان کراچۍ کې هوايي ډګر

پاکستان اعلان وکړ چې د اګسټ له نهمې نېټې څخه به ټولې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړي.

څه باندې څلور میاشتې وړاندې دغه هېواد د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دغه الوتنې ځنډولې وې.

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې نن شنبه دا اعلامیه خپره کړه.

تر دې یوه ورځ دمخه حکومت د ټولو اقتصادي او ټولنیزو سکټورونو د پرانیستلو اعلان کړی وو.

دغه هېواد د اګسټ پر شپږمه نېټه په خپلو ټولو هوایي ډګرونو کې کورنیو الوتنو ته اجازه ورکړه. په دې هېواد کې تر ۲۸،۳۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.