د افغانستان ولسمشر د هند حکومت او خلکو ته د هغوی د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدلو له کبله تسلیت ووایه.
له ارګ څخه په یوې خبرپاڼه کې د محمد اشرف غني له قوله راغلي چې د افغانستان حکومت او خلک له هند سره په دې غم کې شریک دي.
د ایر ایندیا اکسپرس مسافر وړونکې هوایي شرکت الوتکه د جمعې په ورځ په کرالا ایالت کې د کېناستلو پر مهال راولوېده.
د الوتکې د کېناستو پر مهال سخت باران اورېده.
د روېټرز خبري اژانس په خبره په دې پېښه کې ۱۶ کسان سخت ټپیان شوي دي.
په دې الوتکه کې هغه هندي مسافر له دوبۍ څخه هند ته روان ول چې د کرونا ویروس له کبله د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې شوي ول.