سیمه ییز چارواکي: هرات کې ۸ کسان ټپیان شوي

ارشیف

اته تنه چې ملکیان هم په کې شامل دي، په هرات کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا په یوه ویشتل شوي توغندي کې ټپیان شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد آزادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا دا توغندی په تیروتنې ویشتل شوی دی.

دا پېښه نن تر غرمې دمخه په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي آزادي راډیو ته وویل چې اته تنه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي چې یو لس کلن ماشوم، څلور نارینه او درې پوځیان په کې شامل دي.

د درېیو ټپیانو روغتیایې وضعیت نازک ښودل شوی دی.