چارواکي: بلخ کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

شپاړسو وسله والو طالبانو ته په بلخ ولایت کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې چې نن شنبه خپره شوه راغلي چې د طالبانو یوې ډلې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په «وزیرآباد» سیمه کې د برید پلان درلود چې افغان هوایې ځواکونو یې مخه ونیوله.

اعلامیه زیاتوي چې پدې پېښه کې دوولس طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

دا پېښه تیره شپه شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.