امریکايي او پاکستاني چارواکو پر افغان سوله خبرې کړي

ښي لورته پومپیو او چپ لور ته قریشي

د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام اباد پر همکارۍ خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، چې مایک پومپیو او د هغه پاکستاني ساري شاه محمود قریشي د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ پر اهمیت بحث وکړ.

په اعلامیه کې د افغانستان سوله د سیمې له ثبات سره تړلې بلل شوې ده.

دواړه مشران په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې د افغانستان چارواکو تر دې مخکې پاکستان په وار- وار د افغانستان د سولې په مسئله کې په دوه مخي سیاست تورن کړی، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.