نن جمعه د سولې مشورتي لویه جرګه پیل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

محمد اشرف غني د جرګې د پرانیستې مراسمو کې وویل چې وسله‌والو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي. خو د طالبانو دا ژمنه له ګواښ سره هم مل ده. د ښاغلي غني په وینا که بندیان‌يې خوشې نه‌شي جګړه به تېزه کړي.