د بدخشان پولیسو د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوله

ارشیف

د بدخشان پولیسو دغه ولایت ته د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوه.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه په کوف آب ولسوالۍ کې ۵۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې دې ولایت ته قاچاق کېدل.

هغه زیاته کړه: "دغه ډول په یوه بله پېښه کې ۲۸ لېټره شراب هم نیول شوي چې له کندز ولایت څخه بدخشان ته قاچاق کېدل. د دې پېښې په تړاو یو تورن کس هم نیول شوی دی."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.