په کونړ او خوست کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په کونړ او خوست ولایتونو کې څه د پاسه درې سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کونړ ولایت په نورگَل ولسوالۍ کې د پوتاشیم کلورایډ په نوم ۲۷۵ کیلوګرامه نشه يي مواد او څه د پاسه ۲۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول.

دغه ډول امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په دومنده ولسوالۍ کې ۶۴ کیلوګرامه چرس ونیول.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.