ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې په اړه د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې له دایرېدو د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ.

ښاغلي غني نن د جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل مهمه ده امریکا هغه څه چې دوی ته ویلي و نن یې افغان ولس ته هم په ښکاره اعلان وکړ.

هغه زیاته کړه: "زه د امریکا متحده ایالتونو د لویې جرګې په هکله د نن ورځې له اعلامیه څخه هرکلی کوم چې په هغه کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د مطلوب هدف د سولې د تامین، اقتصادي پرمختیا او زموږ د اوسني ټولنې د ارزښتونو څخه ملاتړ اعلان شوی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ویلي مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې وروستی خنډ لرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنا ده.