د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د رئیس دوسیه محکمې ته استول شوې

آرشیف

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د نورم او سټندرډ د ملي ادارې د عمومي رئیس دوسیه له څېړنو وروسته محکمې ته استول شوې ده.

د دې ادارې مشر شاوخوا درې اونۍ مخکې له یوه نړیوال شرکت څخه د یولک ډالره بډو د اخیستو په تور ونیول شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې دوه مرستیالان او د پروژو مدیر هم په دې قضیه کې په لاس لرلو تورن دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "د څېړنو په پای کې تورن کسان د ۱۲ لکه امریکايي ډالرو په غوښتنه تورن وپېژندل شول او دوسیه یې محکمې ته واستول شوه."

د ښاغلي رسولي په وینا د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې مالي او اداري مرستیال تراوسه نه دی نیول شوی خو لویې څارنوالۍ یې د نیولو امر کړی دی.