یو استرالیايي شرکت د افغانستان کانونو کې پانګونو ته لیوالتیا ښودلې

ولسمشر غني د فورڅیکو میتل ګروپ د کمپنۍ مشر اندریو فوریست سره د خبرو پرمهال.

افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د آسټرالیا یوه لوی شرکت د افغانستان د کانونو او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې پانګونو ته لېوالتیا ښودلې.

ارګ پر خپله رسمي ویبپاڼه په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبې خپور شو، دا خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي چې د فورڅیکو میتل ګروپ د کمپنۍ مشر اندریو فوریست له ولسمشر اشرف غني سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ کتنه کې وویل چې د ده کمپنۍ په سیمه کې د وسپنې د تولید، د کانونو د اېستلو او د تجدید وړ انرژۍ د تولید په برخو کې پراخه تجربه لري او په هغو هېوادونو کې چې د دې ډول انرژۍ د تولید ظرفیت لري پانګونه کوي.

د جمهوري ریاست بیان زیاتوي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د کانونو او د تجدید وړ انرژۍ او په تېره له لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخو کې د دې کمپنۍ مشر ته معلومات ورکړل.

د ارګ په بیان کې راغلي دي چې ښاغلي فوریست په افغانستان کې په یادو شویو برخو کې پانګونو ته چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې ډېر ژر به افغانستان ته یو پلاوی واستوی څو د ګډ کار د پیل په برخه کې څېړنې پیل کړي.

د کارپوهانو په اند افغانستان د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو لپاره مناسبه اراضي لري او همداراز د کانونو لویې زېرمې لري چې د متحدایالاتو د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې ارزښت یې درې تریلیون ډالرو ته رسېږي.