فرانسې د بیروت د وروستۍ پېښې په تړاو د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې

مکرون بیروت کې د چاودنې سیمه ته تللی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د وروستۍ خونړۍ چاودنې په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.

مکرون پرون د اګست په شپږمه په داسې حال کې بیروت ته ولاړ چې د لبنان د روغتیا وزارت وویل د چارشنبې ورځې په لویه چاودنه کې لږترلږه ۱۳۷ کسان وژل شوي، لسګونه تري تم دي او لږترلږه پنځه زره کسان ټپیان شوي دي.

د بیروت ښاروال ویلي چې دې چاودنې تر درې لکو پورې کسان د لندې مودې لپاره بې کوره کړي دي.

ښاغلی مکرون وویل چې د دې پېښې په اړه روښانه او شفافو نړیوالو څېړنو ته اړتیا شته څو هېڅ شی پټ پاتې نه شي او شکونه لیرې شي.

د مکرون د سفر پرمهال مسوولو چارواکو په سیمه کې د دې چاودنې د عواملو د نښو نښانو د موندلو هڅه کوله.

د لومړنیو څېړنو تمرکز د امونیم نایتریټ سرې پر هغه زېرمه دی چې له څو کلونو راهیسې په دې بندر کې په غیرمصوونه طریقه ساتل شوې ده.

له امونیت نایتریت څخه د چاودېدونکو موادو د جوړولو لپاره هم کار اخیستل کېږي.