د فرانسې ولسمشر بېروت ته ورسېد

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نن د لبنان پلازمېنې بېروت ته ورسېد.

نوموړي د وړمې ورځې د درنې چاودنې ځپل شویو لبنانیانو ته په وینا کې وویل چې هېواد به‌یې له لبنان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، خو د دې هېواد پر چارواکو یې ټینګار وکړ چې د فساد مخه ونیسي او اصلاحاتو ته زمینه برابره کړي.

د نویو راپورونو له مخې د بېروت د وړمې ورځې په چاودنه کې چې د بېروت بندر په یوه ډیپو کې د امونیم نایتریت کیمیاوي سرې له کبله شوې ده، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۷ تنو ته رسېدلی، شاوخوا ۵،۰۰۰ کسان ټپیان دي او لسګونه کسان لا هم تري تم دي.

د رسنیو د راپور له مخې، شاوخوا ۲،۷۰۰ ټنه امونیم نایتریت چې د چاودنې وړتیا لري، احتمالاً کلونه مخکې دغه بندر کې له یوې بېړۍ نیول شوي وو او په ناخوندي ډول ساتل کېدل.

د بېروت حکومت وایي په دې پېښه کې ۳۰۰ زره کسان بې‌کوره شوي او د زیان کچه‌یې شاوخوا درې میلیارده ډالره ته رسېږي.

هڅې روانې دي چې د دې چاودنې اصلي علت پیدا شي.