پاکستان: افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

یو پاکستانی سرتېری

پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ماسپښین د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په بنشاهي سیمه کې شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او همغږي زیانمنوي.

تر اوسه افغان حکومت د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې افغان حکومت برعکس پاکستاني ځواکونه په ورته اقداماتو او د افغان حکومت د مخالفو وسله‌والو ‌ډلو په ملاتړ تورن کړي دي چې اسلام‌اباد رد کړي.