لږ تر لږه ۱۹ تنه په پکتیا، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو او له حکومتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې وسلهوال طالبان، پولیس او ملکي وګړي شامل دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي نن سهار په احمدخېلو ولسوالۍ کې لومړی د ماین چاودنه وشوه او بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۷ طالبان وژل شوي دي.
د دغې سرچینې په خبره اووه نور طالبان نن د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ووژل شول. پولیس او عامو وګړو ته په دې جګړو کې زیان نهدی رسېدلی.
له کاپیسا څخه ا منیتي سرچینو نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو د ملي پاڅون د یوه سیمهییز قوماندان پر کور یرغل وروړوی، په خپله قوماندان سیفالدین له خپلو درېیو ساتونکو او هم د کورنۍ درې ښځینه غړي یې وژل شوي دي.
ویل کېږي په متقابلو نښتو کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نهدی. هاخوا له بدخشانه هم راپورونه وایي چې افغان ځواکونو په جرم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو مخه ونیوله او د جګړو پر مهال یو طالب وژل شوی، درې نور ټپیان شوي دي.
د ټولو پېښو په اړه طالبانو تبصره نهده کړې.