بلاروس کې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو ناظرین توقیف شوي

ارشیف

په بلاروس کې هغه خپلواک ناظرین توقیف شوي چې هلته‌یې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو څارنه کوله.

دا وروسته تر دې چې د بلاروس د ټاکنو له قانون نه د بې‌شماره سرغړونو راپورونه مستند شول.

د رښتینو خلکو په نوم پر ټاکنو د څار یوه بنسټ پرون وویل، د دوی څارونکو د ټاکنو پر مهال په مېنسک او نورو ښارونو کې د ټاکنو په لومړۍ ورځ ۲،۰۵۶ سرغړونې ثبت کړې دي.

د بشري حقونو ملاتړو هم ویلي چې پولیسو دغلته پرون خپلواک څارونکي د لاسوهنې په تور نیولي دي.

په نیول شویو څارونکو کې یو شمېر مدني فعالان هم شته.

د ټاکنو څارونکو بیا ویلي، په مېنسک او نورو ښارونو کې د دوی څارونکو ته اجازه نه‌ده ورکول شوې چې د ټاکنو څارنه وکړي.