په ننګرهار کې د هغه زندان مشر نوی شو چې څو ورځې وړاندې داعش وسلهوالو پرې ډلهییزه او موټر بم حمله وکړه.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، سمونوال صالح محمد شېرزی د جلالاباد زندان د نوي مدیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، د زندان پخوانی مدیر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
هغه زیاته کړه: "د زندان پخوانی مدیر عبدالولي حصارک د خپل مسؤلیت د نه ادا کولو لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی، له هغه څېړنې کېږي چې پر محبس د برید اړخونه روښانه شي."
پر دغه زندان برید کې د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او زندانیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.
ویل کېږي چې له برید وروسته شااوخوا ۲۰۰ زندانیان هم لادرکه شوي دي.