تاجکستان له افغانستان سره پر خپله پوله پراخ پوځي مانور وکړ.
د دې پوځي مانور هدف له افغانستان څخه تاجکستان ته د ترورېستانو او د مخدره موادو د چاقاقبرو د ننوتو مخنیوی بلل شوی دی.
د تاجکستان دولتي ټلوېزیون ویلي چې دا مانور چې دوه ورځې وړاندې (د اسد ۱۵) د افغانستان د بدخشان او د تاجکستان د کورواک بدخشان ترمنځ ساحه کې پیل شوه، نن چهارشنبه پای ته ورسېده.