د ایران خراسان رضوي ولایت کې د ښځو پر بایسکل چلولو بندیز ولګېد

په ایران کې د ښځو بایسکل چلول

د ایران د خراسان رضوي په شمال ختیځ ولایت کې په عامو ځایونو کې د ښځو پر بایسکل چلولو وروسته له دې بندیز ولګول شو چې د دغه ولایت د امر باالمعروف کمېټې په دې اړه پرېکړه وکړه.

د دې ولایت په مرکز مشهد کې د شیعه‌ګانو د اتم امام زیارت موقعیت لري.

د دغه ښار د جمعې د لمانځه امام ایت‌الله احمد علم‌المهدي چې په سختدریځۍ مشهور دی، پخوا لا د ښځو له بایسکل چلولو سره مخالفت کړی و.