دفاع وزارت: افغانستان ته د داعش د جنګیالیو د انتقال مسؤل ونیول شو

د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوی د داعش غړی

د افغانستان دفاع وزارت وایي دغه هېواد ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو د انتقال مسؤل‌یې نیولی دی.

دفاع وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د داعش یو مهم غړی محمد سعید بېګا شپه په کونړ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی.

د اعلامیې له مخې د داعش دغه مسؤل له بهره د داعش یا اسلامي دولت ډلې غړي او د هغوی کورنۍ افغانستان ته راوستلې.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې د محمد سعید په نوم د داعش دا نیول شوی غړی په جلال‌اباد ښار کې د وروستي ترهګریز برید یو طراح و.

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د استخباراتو عمومي مسؤل اسدالله اورکزی وواژه.

اورکزی د پاکستان د اورکزۍ اجنسۍ د اخېل سیمې اوسېدونکی و چې د داعش په قصاب مشهور و او په سیمه کې یې د داعش د اړیکو مسؤلیت په غاړه درلود.