د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د 'ملي دسترخوان' پروګرام تصویب کړ

د نړیوال بانک لوګو

د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملي دسترخوان پروګرام تصویب کړ.

دا پروګرام د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اداره تمویلوي.

د نړیوال بانک د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو فنډ شامل دی چې له افغان کورنیو سره د کرونا ویروس پر وړاندې مالي مرسته وکړي. د دې ترڅنګ ۱۰۰ میلیونه ډالره د کرنې په برخه کې او خوراکي موادو د عرضې پروګرام ته ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې د 'کووېډ-۱۹' پر مهال له افغان کورنیو سره د مرستې پروژه به د کلیو او پراختیا وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ تطبیقوي.

د کرنې او خوراکي موادو په برخه کې پروګرام به د کرنې او مالدارۍ وزارت تطبیقوي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام طرحه رد کړه چې ګواکي دا پروګرام د پراختیايي پورژو له بودجې تمویلېږي، خو د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې نړیوال بانک دا پروګرام تمویلوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۸مه په ټول هېواد کې له بې‌‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره د 'ملي دسترخوان' په نوم پروګرام اعلان کړی وو.