د ایران پولیس: ۱۹ تنه د طالبانو د بیرغ ښکاره کولو په خاطر ونیول شول

د طالبانو بیرغ

د ایران پولیس وايي چې وروسته له هغه‌یې ۱۹ کسان نیولي چې د تهران یوه پارک ته‌يې له ځان سره د طالبانو بیرغ وړی وو.

د تهران د پولیسو رئیس حسین رحیمي ایسنا خبري اژانس ته وویل، دا کسان د جمعې په ورځ ملت پارک ته د اختر په ورځ د طالبانو له بیرغ سره تللي وو.

ده وویل: "له بده مرغه یو شمېر کسانو په دې ځای کې د طالبانو د بیرغ ښکارولو اقدام وکړ."

رحیمي وویل چې افغانان هر کال د اختر مراسم په دې پارک کې لمانځي.

د ایران پولیسو ویلي چې له نیول شویو څخه پنځو کسانو بیرغونه جوړ کړي وو او عکسونه او وېډيوګانې يې رسنیو ته ایستلې وې.

ایران پاته کسان غیر قانوني کډوال یاد کړي او په وینا یې له ایرانه د ایستل کېدو په حال کې دي.