د چمن-سپين بولدک لاره بېرته وتړل شوه

د چمن او سپین بولدک لار

د چمن او سپين بولدک لاره له پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته بېرته وتړل شوه.

د چمن یوه چارواکي ذکاوالله دراني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په مازيګر پنځه بجې دا لاره يو ځل بيا تر نامعلومې مودې وتړل شوه.

د ده په خبره د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ به يو ځل بيا غونډه کېږي او له هغه وروسته به په دې اړه پرېکړه کېږي، خو ده ونه‌ويل چې دا غونډه به کله کېږي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۰م کال د مارچ په پیل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د چمن او سپین بولدک لاره وتړله، خو په اپرېل کې یې د محدودې سوداګرۍ اجازه ورکړه.

د پاکستان حکومت په جولای کې یوازې د اختر په ورځو کې د سوداګرۍ لپاره لاره پرانیسته.