په مسکو کې د جاسوسۍ په تور محکوم شوی پخوانی امریکايي نظامي د روسیې تر ټولو سخت زندان ته انتقال شوی دی.
پاول وېلان په ۱۶ کاله بند محکوم شوی، خو ده پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي. ۵۰ کلن ویلان په ۲۰۱۸م کال کې په مسکو کې نیول شوی وو.
روسي څارنوالانو ویلي چې له ویلان سرهیې داسې میموري سټېک وموند چې پهکې محرم معلومات وو، خو وېلان ویلي، ده دا میموري سټېک له یوه شناخته په دې فکر واخیست چې د رخصتیو عکسونهیې پهکې دي.
د وېلان مدافع وکیلې اولګا کارلوفا د روسیې تاس خبري اژانس ته د سې شنبې په ورځ د اګسټ په څلورمه نېټه ویلي چې ویلان اوسمهال له مسکو څخه د موردوفیا زندان ته انتقالېږي. ویل کېږي چې په دې زندان کې وضعیت ډېر سخت دی او له یوه زندانه بل ته د بندیانو انتقال څو اوونۍ وخت نیسي.
کارلوفا ویلي چې دې دا معلومات د وېلن له ورور ډېوېډ څخه ترلاسه کړل چې د بریتانوي سفارت ورته ورکړي وو.
وېلان د امریکا، بریتانیا، کاناډا او ایرلنډ تابعیت لري.
کارلوفا زیاته کړه چې د لیفورتوفو زندان چارواکو له تبصرې ډډه کړې ده.
د وېلان خپلوانو ویلي چې تمه کېږي دی په سپټمبر میاشت کې په امریکا کې د روسي بندیانو په بدل کې خوشې شي.
په جون میاشت کې راپورونه خپاره شول چې روسي او امریکايي چارواکو د وېلان او دوو روسانو د مبادلې په اړه خبرې پيل کړې دي.
د مسکو ښار محکمې د جون په ۱۵مه نېټه وېلن په ۱۵ کاله بند محکوم کړ. امریکا د وېلان محاکمه په عدالت ټوکې بللي او غوښتي يې دي چې ویلان باید ژر تر ژره خوشې شي.
ارشیف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې قضیه کې د بېعدالتۍ ادعاوې رد کړې دي. وېلان په ۲۰۱۸م کال کې په مسکو کې نیول شوی وو.
هغه مهال چې دی ونیول شو، وېلان د موټرو د پرزو پلورونکي یوه امریکايي شرکت د امنیت رئیس وو. دی او د ده خپلوان ټينګار کوي چې دی روسیې ته په یوه واده کې د ګډون لپاره تللی وو.
تر محاکمې مخکې امریکايي چارواکو له مسکو څخه غوښتي وو چې پاول وېلان خوشې کړي. دوی پر روسي چارواکو انتقاد کړی وو چې له وېلان سره د روسانو چلند د شرم وړ دی.