لغمان ولایت کې دوه امنیتي مسئولین د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن سې شنبه ازادۍ راډيو ته وویل، تورن کسان به په عدلي او قضايي ادارو کې خپل سپیناوی کوي.
هغه زیاتوي: "د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ملي اردو د ټولي قوماندان له دندو لیرې او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي، پر دوی د اداري فساد او نور تورونه دي، چې عدلي او قضايي ادارې به په دې اړه پرېکړه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د ازادۍ راډیو د خبریال په حواله، څه موده مخکې په دولت شاه ولسوالۍ کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي تر نیول کېدو وروسته بېرته په پیسو پلورل شوي وو.
تورنو کسانو لا د دې قضیې په اړه څه نه دي ویلي.