د ځینو افغان چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول

ولسي جرګه

د هغو چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول، چې خپله شتمني یې په ټاکل شویو درېیو اوونیو کې ثبت نه کړه.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر عبدالودود بشریار نن مازیګر په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په دغو کسانو کې د ملي شورا استازي، دوه وزیران او معینان شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په دې کې د ولسي جرګې ۱۷۲ وکیلان، د مشرانو جرګې ۱۲ غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي."

ښاغلي بشریار وویل، تر دې وروسته به د د لوړپوړو او منځپوړو چارواکو په تړاو هم دغه اقدام کېږي، که چېرې دوی هم خپله شتمني ثبت کړې نه وي، مالي امتیازونه او معاشونه به وځنډول شي.