ایسایس توپان به د امریکا شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونه سخت وځپي

د امریکا بیرغ

تمه ده چې د ایسایس سمندري توپان خطرناکه سیلۍ او درانه ورښتونه به د امریکا د شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونه سخت وځپي.

دا توپان اوس‌مهال د متحده ایالاتو د ختیځو سمندري سواحلو خوا ته روان دی.

د امریکا د هریکان یا سمندري توپانونو مرکز پرون د اګسټ په ۳مه نېټه د دواړو ایالتونو په ساحلي سیمو کې دېره خلکو ته د سیلۍ او ورښتونو خبرداری ورکړ.

د ایسایس توپان زور د کارابین سمندرګي له ځپلو وروسته راکم شو. دې توپان په دې سیمه کې دوه تنه ووژل، خو پرون‌یې یو ځل بیا زور واخیست او د باد چټکوالی یې په ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره ته لوړ شو.

د هُریکان ملي اداره وايي چې ښايي د دې توپان له کبله سخت ورښتونه د سېلابونو د راوتلو باعث شي.