د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې امریکایي کمپنۍ لپاره د سپټمبر ۱۵مه نېټه وخت ټاکلی چې د چین ټیک ټاک کمپنۍ واخلي.
ولسمشر ټرمپ د اګسټ پر درېیمه وویل چې د امریکا د مایکروسافت کمپنۍ سره د ټیک ټاک په رانیولو کې مخالفت نهلري.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې د مایکروسافت کمپنۍ له اجرائیوي مشر ساتیا نادیلا سرهیې د دغه احتمالي اقدام په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ په متحده ایالاتو کې پر ټیک ټاک بندیز ولګاوه او تور یې پورې کړ چې دا ټولنیزه رسنۍ ښایي د چین لهخوا د استخباراتي وسیلې په توګه وکارول شي.
ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې شااوخوا یو میلیارد کاروونکي لري.