د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوو غونډو کوربه دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه د سولې او مشورتې لویې جرګې په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالې غونډو کوربه‌توب کوي.

دا غونډې به نن تر غرمې وروسته جوړې شي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د دې غونډو هدف د افغانستان د سولې بهیر لپاره د اجماع پیاوړي کېدل دي.

هغه زیانه کړه: "د بهرنیو چارو وزارت به د دوو سیمه‌ییزو مشورتي ناستو او نړیوالې مشورتي ناستې کوربه وي. په دې غونډو کې به د راتلونکې مشورتي لویې جرګې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د نورو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې وشي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې غونډې په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل چې د کومو هېوادونو استازي به ګډون وکړي.

دغه وزارت تر دې وړاندې په جولای میاشت کې څو انلاین غونډې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کېدو لپاره جوړې کړې دي.

د افغانستان حکومت وایي د اګسټ پر اوومه مشورتي لویه جرګه رابولي څو د پاته ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. ولسمشر اشرف غني وایي د دغو بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري چې جرمي دوسیې لري.