په بلخ کې د سوداګرو ښځو فعالیت ۵۰ سلنه کم شوی 

ارشیف

په بلخ کې په تېرو څلو میاشتو کې د قرنطین د بندیزونو په پلي کېدو سره سلګونه سوداګرې ښځې له جدي مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او سوداګریز فعالیت یې په ټپه ودرېد.

اوس له څه کم یوې میاشتې راهیسې د بندیزونو د بشپړ لرې کېدو سره سم، ګن شمېر سوداګرو ښځو خپل فعالیت له سره پیل کړی، خو دا مېرمنې له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د شمال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وايي چې د قرنطین د بندیزونو له بشپړ ختمېدو سره سره بیا هم په بلخ ولایت کې د ښځو سوداګریز فعالیت فلج شوی دی.

د یادې ادارې اجرائیه مدیر، نصیر احمد قاسمي ازادی راډیو ته ووېل چې په تېرو څلورو میاشتو کې په بلخ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ښځینه سوداګرو فعالیت په بشپړ ډول بند و.

د قاسمي په خبره چې له یوې میاشتې راهیسې د کرونا له امله وضع شوي بندیزونه لرې شوي خو د سوداګرو ښځو پر فعالیت یې منفي اغېزه کړی دی.

هغه وویل چې په بلخ کې پنځوس سلنه ښځو چې پخوا یې د لاسي صنایعو او جامو د تولید په برخه کې کار کوه، اوس د خپل فعالیت د بیا پیلولو وړتیا نه لري.

هغه زیاته کړه: "د قرنطین شرایطو ډېر سوداګریز فعالیتونه بند کړل، دغو بندیزونو سوداګرې ښځې هم زیانمنې کړلې او پنځوس سلنه فعالیت یې کم شوی."

د یادولو ده چې د قرنطین د بندیزونو له امله نه یواځې په بلخ کې بلکې په سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې سوداګرې ښځې له ډېر شمېر مالي ستونزو سره مخ شوي او فعالیتونه یې بند دي.