د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په منسک کې د پارلمان فوق العاده غونډه ورغوښتې.
لوکاشینکا دا اقدام څو ورځې مخکې له هغه کړی چې ټاکل شوې ده د اګست میاشتې په نهمه نېټه په دې هېواد کې ولسمشريزي ټاکنې وشي.
لوکاشینکا هڅه کوي یو ځل بیا دغه ټاکنې وګټي.
دی له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې په بیلاروس کې قدرت په لاس کې لري.
د لوکاشینکا ویاندې ناتالي ایسمانت د اګست په دوهمه نېټه وویل چې لوکاشینکا به د اګست په څلورمه نېټه پارلمان ته وینا وکړي.
تېره اوونۍ سیاسي مخالفانو د لوکاشینکا پر یوه لسیزه واکمنۍ انتقادونه وکړل.