د سږني حج مراسم بشپړ شول

د سږني حج مراسم

په سعودي عربستان کې ډېر محدود شمېر حاجیانو د سږني حج مراسم پرون بشپړ کړل.

سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو له وېرې شاوخوا زرو کسانو د حج مراسمو کې ګډون درلود، خو نورو کلونو کې به د ۱۸۰ هېوادونو څه باندې دوه میلیونه مسلمانان حج ته تلل.

پرون د حج په وروستۍ ورځ حاجیانو چې ماسکونه‌یې تړلي وو، مکې معظمې ته نږدې په مېنا کې د جمرات یا شیطان ویشتلو رکن پر ځای کړ.

له دې وروسته حاجیان مکي حرم ته راغلل او د وداع یا خدای پامانۍ طواف‌یې وکړ.

په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.

د سعودي د روغتیا مسئولینو ویلي، د حج مراسمو کې د کرونا د کومې پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.