د امریکا د موټرسایکلونو کلني فستیوال کې ۲۵۰ زره کسان برخه اخلي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د کرونا ویروس د ګواښونو سره سره سږکال د امریکا د موټرسایکلونو په کلني فستیوال کې دوه نیم لکه کسان برخه اخلي.

د موټرسایکل چلولو دا ننداره په جَنوبي دکوتا ایالت کې له پنجشنې پیلېږي او د اګسټ تر ۱۶مې دوام کوي.

که څه هم په یوه ټولپوښتنه کې د دکوتا خلکو د کرونا ویروس د خپرېدو د ګواښونو په خاطر د دغه کلني فستیوال د ځنډولو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نورو کاروباریانو د عوایدو د ټولولو په خاطر د دې کار ملاتړ کړی دی.