ایراني چارواکي: د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیول شوي

علي ذوالقدري

ایراني چارواکو ویلي د تهران په ملت پارک کې یې د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیولي.

د ایران دولتي اژانسونو له هغې ډلې ایسنا او مهرنیوز پرون یکشنبه د تهران د عامه امنیت د پولیسو د مشر علي ذوالقدري په حواله لیکلي چې یوه ډله افغانانو د تهران په ملت پارک کې د ده په خبره د یوې ترورېستي ډلګۍ [طالبانو] بیرغ پورته کړی و او د دې غونډې عکسونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي و.

ذوالقدري ویلي تر دې پېښې وروسته‌یې د طالب پلویو کسانو د عکسونو خپروونکي نیولي او قضیه تر تعقیب لاندې ده.

د ټولنیزو شبکو یوه افغان فعال عارف احمدي چې په تهران کې اوسي جمعه په خپل فېس‌بوک له ملت پارکه د هغو خلکو عکسونه خپاره کړي و چې د طالبانو بیرغ‌یې پورته کړی و.

یوه ایراني خبري اژانس انصاف نیوز بیا یکشنبه ناوخته د احمدي په حواله لیکلي چې رسنیو د ده عکسونه له فېس‌بوکه بې له اجازې خپاره کړي و او دی په خپل کار پښېمانه دی.

افغان حکومت تر اوسه پورې له دې چې په تهران کې یوه ډله خلکو د دوی د وسله‌والې مخالفې ډلې طالبانو بیرغ پورته کړی څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سید عباس عراقچي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته په سفر کې ویلي و چې طالبان په ایران کې کوم مرکز یا فعالیت نه‌لري، خو د ده په خبره ښايي د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ د طالبانو پلویان هم دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.