نن د لوی اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند درېیمه او وروستۍ ورځ ده، خو عام افغانان د دغه اوربند د غځېدو غوښتنه لري.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي د درې ورځني اوربند د غځېدو په اړه له بېلابېلو لورو سره بحثونه شوي دي.
تر اوسه حکومت او طالبانو د دغه اوربند د غځېدو په اړه رسماً څرګندونې نهدي کړي.
صالح محمد صالح د بشري حقونو د سازمان له رئیس لعل ګل لعل سره مرکه کړې ده.
په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې: "په افغانستان کې د بشري زیانونو د مخنیوي لپاره د اوربند تمدید څومره د اهمیت وړ دی؟"
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5