د افغانستان ولسمشر وايي په ۳۴ ولایتونو کې د والي د مرستیالانو په توګه د ښځو د ګمارنې پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.
محمد اشرف غني دا خبره پرون شنبه په سمنګان ولایت کې د ځايي اوسېدونکو یوې غونډې ته وکړه.
ولسمشر غني وویل چې په دې ګمارنه کې د واسطو مخه نیول کېږي: "په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه مرستیالانو د ټاکلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو کمېسیون لهخوا روانه ده. هېڅوک له دولتي چارواکو، وکیلانو یا هم وتليو شخصیتونو سره د اړیکو پر اساس نهټاکل کېږي. د دې لپاره چې حق، حقدار ته ورسېږي، که خدای کول د یوه کمېسیون لهخوا د ټاکلو معیارونو له مخې دا پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي."
د افغانستان حکومت تېره میاشت (د جولای پر شپږمه) اعلان وکړ چې د ټولو ولایتونو لپاره به یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي.
حکومت د دغه کار هدف په قدرت کې د ښځو شریکول او د اداري اصلاحاتو عملي کول ښوولي وو.