د چرنوبېل په نوم ټلوېزیوني سریال د بریتانیا د سینما او ټلوېزیون اکاډمۍ جایزه وګټله.
دغه سریال د سکای ټلوېزیون لهخوا په پنځو برخو کې د پخواني شوروي اتحاد په دوران کې په اوکراین کې د ۱۹۸۶م کال د چرنوبېل اټمي بټۍ د غمیزې په اړه دی.
بریتانوي فلمي لوبغاړي جارت هاریس په دغه سریال کې د خپل غوره رول له کبله د ښه هنرمند جایزه واخیسته.
د بریتانیا او د سینما او ټلوېزیون اکاډمۍ د جایزو مراسم سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر محدودیتونو لاندې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې یوازې ویاندویان او ځیني نور کسان چې جایزې یې اعلانولې حاضر وو.
ګټونکي کسان له انټرنټ نه وصل وو.