روسي ډیپلوماتانو د روسیې د خصوصي پوځي شرکت واګنر، له قرارداديانو سره د مېنسک په زندان کې وکتل.
دغه کسان په بلاروس کې د اګسټ پر نهمه د ولسمشرۍ تر پلان شویو ټاکنو مخکې د بېثباتۍ د هڅو په تور نیول شوي دي.
په مېنسک کې د روسیې د سفارت د قونسلګرۍ غړو د روسیې د خصوصي پوځي شرکت واګنر له ۳۳ نیول شویو قراردادیانو سره وکتل.
کرملېن د دغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او د دوی نیول کېدلیې غیر منطقي بللي دي.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل، دغه ټول کسان د روسیې وګړي دي، خو اوکراین هم ویلي چې په دغو نیول شویو کسانو کې د دوی وګړي هم شامل دي.
واګنر ډله، د روسیې یو ملېشه سازمان دی چې ګومان کېږي یوګیني پریګوژینیې مشري کوي.
دی د روسیې یو بانفوذ شخصیت ګڼل کېږي چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري.