د هندوستان پولیس وايي ۲۵ مشکوک کسانیې د بېکیفیته الکولو د خرڅولو په تور نیولي دي.
د دغو الکولو د څښلو له کبله دا اوونۍ لږ تر لږه ۶۹ کسان په پنجاب ایالت کې مړه شوي دي.
د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، د پولیسو یوه افسر روشن لال وویل، د بېکیفیته الکولو د څښلو له کبله د ۶۹ کسانو مړینه تأیید شوې، خو محلي رسنیو د مړو شمېر ۸۶ تنه ښوولی دی.
د ایالتي حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د بېکیفیته شرابو د خرڅلاو د نهمخنیوي له کبله، د پولیسو د شپږو افسرانو او ۷ دولتي چارواکو دندې ځنډول شوې دي.