د ایران چارواکي وایي د یوې امریکا مېشتې مخالفې سیاسي ډلې مشر یې نیولی چې په ایران کې پر یوه جومات په برید کې په لاس لرلو تورن دی.
په دې برید کې چې په ۲۰۰۸ کال کې د ایران په شېراز ښار کې شوې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ کسان ټپیان شوي ول.
د ایران د استخباراتو وزارت نن وویل چې د تندر په نوم د دغې ډلې مشر جمشېد شارمهد یې نیولی دی.
د ایران د دولتي ټلوېزیون په راپور کې نهدي ویل شوي چې دا کس څه وخت او چېرې نیول شوی دی.