د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو لهخوا د زمري د ۹مې نېټې راکټي بریدونه په کلکه غندلي او په اړهیې اندېښنه ښودلې ده.
په هغو بریدونو کې د ځایي چارواکو په خبره ۱۶ افغان ملکيان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې ډیپلوماتیکې حل لارې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمنې تمامېدای شي.
که څه هم د غونډې د جوړېدو د وخت په اړه څه نهدي ویل شوي، خو افغان چارواکي وایي په دې غونډه کې به له پاکستاني لوري سره په کونړ، ننګرهار او کندهار کې د پاکستان د پوځیانو لهخوا وروستي بریدونه وارزول شي او د مخنیوي لارې چارې بهیې ولټول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پرون په اسلاماباد کې ویلي چې له افغانستان سره دا لانجه باید په کرارۍ هواره شي.